ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټرمپ په کانګرس کې د استازو له نېوکو او ملنډو سره مخ شو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کانګرس کې د امریکا د وضعیت په تړاو د کلنۍ وینا پر مهال د استازو په ځانګړي ډول د ډیموکراتانو له نېوکو او ملنډو سره مخ شو.

د کانګرس مسلمانې غړې ایلهان عمر د لفظي شخړې پر مهال ټرمپ ته وویل: «تا امریکایان وژلي او باید د شرم احساس وکړې.»

ورته مهال، یو بل معترض استازي ال‌ګرین چې پر بینر یې لیکلي و، «تور پوستي بېزوګان نه دي» د ټرمپ د وینا پر مهال له ګانګرس څخه ووت.

ټرمپ په خپله وینا کې ادعا وکړه، چې ۸ جګړې یې پای ته رسولي چې دغه ادعا د ډیموکراتانو له جدي غبرګون سره مخ شوه.

ډیموکرات استازو دغه راز د ولسمشر د وینا پر مهال په لوړ غږ وویل،« دا دروغ دي»؛ چې په غبرګون کې ټرمپ دوی «ناروغان» وبلل.