د هند لومړی وزیر نریندرا مودي نن (چهارشنبه، د سلواغې ۶مه) په یو دوه ورځني رسمي سفر اسرائیلو ته رسېدلی دی.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې دغه سفر د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه تر سره شوی دی.
نریندرا مودي اسرائیلو ته دغه سفر داسې مهال کړی، چې د ایران او امریکا ترمنځ د پوځي شخړې د رامنځته کېدو په اړه سیمهییزې اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.

