د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد له العربیه خبري شبکې سره په یوې ځانګړې مرکه کې د افغانستان پر خاوره د پاکستان وروستي تېري ته د افغان حکومت د غبرګون په تړاو ویلي، چې پاکستان باید د خپل «شرموونکي» اقدام په بدل کې ځواب ترلاسه کړي.
ښاغلي مجاهد د دغه ځواب په هکله ویلي:” طبیعي خبره ده چې ځواب به نظامي وي، خو جزییات یې محرم دي.”
د اسلامي امارت ویاند دغه راز په دې مرکه کې په افغانستان کې د ټيټيپي د شتون په اړه هم د پاکستان ادعاوې ناسمې بللي او زیاته کړې یې ده، اسلامي امارت اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره دې د چا پر وړاندې وکارول شي.
مولوي ذبیحالله مجاهد دغه راز ویلي، پاکستان د دې پرځای چې د داعش پر وړاندې جګړه وکړي، دوی ته یې خوندي پټنځایونه ورکړي او په ځینو ترهګریزو بریدونو کې یې د افغانستان پر وړاندې کارولي دي.

