د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت وایي، چې د کاپیسا ولایت د مرکز اړوند په نوآباد کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۳۰ کلنه بدي پای ته ورسېده چې له تېرو څه باندې درېیو پېړیو راهیسې ښکېلې خواوې پکې کړېدلې.
یاد وزارت زیاته کړې، دغه بدي چې دواړه لوري یې د یوې حقوقي او جنایي موضوع له کبله سره لاس وګرېوان وو، د شخړې له امله یې یوه مېرمن او یو نارینه وژل شوی و، چې پر یوځل صلحې سربېره بیا هم د دواړه کورنیو ترمنځ اړیکې ترینګلې وې.
د کاپیسا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت مسولینو، له محلي چارواکو، سیمه ییزو مشرانو، علماوو او قومي مخورو سره په ګډه په دغه شخړه کې ښکېلې خواوې د جلا جلا ناستو پرمهال سولې ته راوبللې او د دوی ترمنځ یې د اخوت او پخلاینې تړون جوړ کړ.
په دې موخه یادو مشرانو او علماء کرامو د مرکې او صلحې په ترڅ کې د بښنې په ښو پایلو خبرې وکړې او د دوی ترمنځ یې د سولې او اخوت تړون او پرېکړه وکړه، چې د طرفینو له رضایت وروسته یې یو بل ته د ورورۍ غېږې ورکړې او دښمني یې په دوستي بدله شوه.

