د افغانستان اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیحالله مجاهد، وایي چې پاکستان به د خپل هر شوم عمل ځواب په اسلاماباد او نورو لویو ښارونو کې ترلاسه کړي.
ښاغلي مجاهد ټینګار کړی که چېرې د پاکستان پوځي رژیم خپلو جنایتونو ته دوام ورکړي، له سخت غبرګون سره به بیا هم مخ شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان د پوځي رژیم پر وړاندې په ځوابي عملیاتو کې ۱۳ تنه مجاهدین شهیدان شوي او ۲۲ تنه نور ټپیان دي.
ښاغلي مجاهد د پاکستاني رسنیو لهخوا د افغان ځواکونو د زیاتو تلفاتو په تړاو ادعاوې په بشپړه توګه ناسمې بللې دي.
د اسلامي امارت ویاند دغه راز په دې جګړه کې د ۱۳ ملکي هېوادوالو د ټپي کېدو پخلی هم کړی دی.
ښاغلي مجاهد په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې اسلامي امارت لا هم له پاکستان سره د تاوتریخوالي د حل لپاره د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې هڅې کوي.
نوموړي زیاته کړې، په تېرو خبرو اترو کې پر اوربند هوکړه شوې وه؛ خو د پاکستان له لوري ورته پاملرنه ونه شوه.
د اسلامي امارت ویاند په وینا: «موږ تل پر سولهییز حل ټینګار کړی او اوس هم غواړو د خبرو اترو له لارې حل لاره ومومو.»
مولوي ذبیحالله مجاهد همداراز د دواړو لورو ترمنځ د تاوتریخوالي په کمولو کې د منځګړو هېوادونو له رول څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې اسلامي امارت خپله ونډه ادا کړې او پر خپلې ژمنې ولاړ پاتې دی.
د اسلامي امارت ویاند د دې ناستې په ترڅ کې ټینګار کړی چې د اسلامي امارت ځواکونو ټاکل شوي اهداف، تاسیسات او نظامي مرکزونه په نښه کړي دي.

