د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز وایي، د افغان ځواکونو لهخوا د پاکستان پوځي رژيم پر پوستو د ځوابي بريدونو نوې څپه پيل شوه.
د نوموړي په وینا، دغه بریدونه د خوست ولایت اړوند په ځاځي میدان، عليشېرو او تريزيو ولسواليو کې د فرضي کرښې په اوږدو کې پیل شوي دي.
دغهراز د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې هم د پاکستان پوځي رژیم پر پوستو د ځوابي بریدونو تازه څپه پیل شوې.
د دې ولسوالۍ مسولین وایي، د بریدونو نوې څپه له روژهماتي وروسته پیل شوې ده.

