د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني په نننۍ وینا کې عاصم منیر ته خبرداری ورکړی، چې که له خپلو تېروتنو درس وانخلي، نو په لویه بیه به ورته تمامه شي.
د ښاغلي حقاني په وینا، عاصم منیر دې له خپل نیکه وپوښتي چې افغانانو له انګرېزانو ازادي اخیستې ده.
نوموړي زیاته کړې، موږ په جوش او احساساتو انقلابونه نه دي ګټلي، بلکې په لوړې حوصلې مو بریا ترلاسه کړې ده.
د کورنیو چارو وزیر ویلي، موږ پر ځان منلې چې یو نیم تر دوه میلیونه شهیدان ورکوو، خو خپله ازادي له لاسه نه ورکوو.
د خلیفه سراجالدین حقاني په وینا، ټي ټي پي یوه پلمه ده؛ هغوی زموږ استقلال نه شي زغملی او ټي ټي پي د دوی کورنۍ موضوع ده.
نوموړي زیاته کړې، د مذاکراتو دروازې مو پرانیستې ساتلې دي؛ سعودي، قطر او ترکیې هم هڅې کړې، خو اصلي ستونزه د ډېورنډ کرښې شخړه ده، له همدې امله هڅې بې پایلې پاتې شوې دي.
خلیفه سراجالدین حقاني ویلي، زه ولس ته ډاډ ورکوم چې موږ له هغو خلکو نه یو، چې یوازې د پردیو میندو زامن به یې جنګول او خپله به په امن ځایونو کې ناست وو؛ تر تاسې مخکې به موږ ولاړ یو.
د کورنیو چارو وزیر ګاونډیانو ته په خطاب کې زیاته کړه، د خبرو لارې درته پرانیستې دي؛ موږ زور ته مه مجبوروئ، کنه بیا زموږ تاریخ نړې ته معلوم دی، چې د جګړې ډګرونه چا نه دي رانه ګټلي.
همدارنګه د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد ویلي، د پاکستان بریدونو ته به غبرګون نور د پخوا په څېر نه وي، بلکې جګړه به اسلاماباد، لاهور او نورو لویو ښارونو ته وغځېږي.
ښاغلي مجاهد د نن ورځې هوايي بریدونو ته په اشارې زیاته کړې، پر اسلاماباد او نورو سیمو کې د پوځ پر مهمو مرکزونو هوايي بریدونه دا پیغام لري، چې د افغانستان لاس اوس د پاکستان تر ګریوان رسېدلی دی.
د اسلامي امارت ویاند دا هم ویلي، د پاکستان پر ضد له تېرې شپې راهیسې پیل شوې جګړه عملیات نه، بلکې غبرګون و؛ که مقابل لوری جګړې ته دوام ورکړي، تر دې به له سخت ځواب سره مخ شي.

