د بهرنيو چارو وزير، مولوي امير خان متقي، د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير شهزاده فيصل بن فرحان سره د ټيليفوني خبرو له لارې د دواړو هېوادونو پر اړيکو، سيمهييزو مسايلو او په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستي وضعيت تفصيلي خبرې وکړې.
ښاغلي متقي د سعودي عربستان د رغنده ديپلوماتيکو هڅو او د سيمهييز ثبات په برخه کې د فعال رول قدرداني وکړه او ټينګار يې وکړ چې افغانستان، له څو لسيزو جګړو او بېثباتۍ وروسته، له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ مثبتې اړيکې غواړي.
د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير په سيمه کې د تاوتريخوالي د کموالي، د زغم د فضا د پياوړتيا او د موضوعاتو د ډيپلوماتيک حل پر ارزښت ټينګار وکړ، او هيله يې څرګنده کړه چې ټول لوري د متقابل درناوي، د حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د اصولو مراعات ته ژمن پاتې شي.
ښاغلي فرحان د اختلافاتو د حل لپاره د ډيالوګ او سياسي لارو چارو په اړه د افغانستان د څرګند دريځ هرکلی وکړ او ډاډ يې ورکړ چې سعودي عربستان به د سولې او ټيکاو په برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي.

