د ملي راډیو تلویزیون عمومي رییس قاري محمد یوسف احمدي وايي، چې په پاکستان کې ولسي عام خلک د پاکستان د حکومت له پالیسۍ څخه خوښ نه دي.
قاري محمد یوسف احمدي زیاته کړې، په خوست، پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې د فرضي کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني ملېشو د افغان دفاعي ځواکونو ځوابي بریدونه په ښه شکل دوام لري.
د ښاغلي احمدي په وینا، د پاکستاني ملېشو مهم نظامي مرکزونه د افغان دفاعي ځواکونو تر ځوابي بریدونو لاندې راغلي دي.
د ملي راډیو تلویزیون عمومي رییس قاري محمد یوسف احمدي ویلي، افغانانو تل د هر ظالم او يرغلګر پر وړاندې په پوره یووالي او مېړانه مبارزه کړې ده.

