وروسته له هغې چې په ځینو پاکستاني رسنیو کې یوه ویډیو په پراخه کچه خپره شوه او ادعا یې کوله چې ګواکې دا ویډیو په کابل کې د یوې چاودنې انځورونه ښيي، د بي بي سي د رښتیا موندنې څانګې ویلي، چې دغه ویډیو له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري او جعلي ده.
د بي بي سي په راپور کې راغلي، تخنیکي څېړنې څرګنده کړې چې یاده ویډیو په اصل کې په ۲۰۰۳ زېږدیز کال کې د عراق پلازمېنې بغداد د هوايي بریدونو له یوه پخوانۍ ویډیو څخه اخیستل شوې برخه ده، چې د کابل له وروستیو پېښو سره هېڅ ډول تړاو نه لري.
په کابل کې رسمي سرچینو هم د پاکستاني رسنیو یادې ادعاوې رد کړې او د پلازمېنې امنیتي حالت یې عادي بللی دی. یادو سرچینو له ښاریانو غوښتي چې خبرونه او معلومات یوازې له باوري او رسمي سرچینو څخه ترلاسه کړي.

