نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې اسرائیلو او امریکا په ګډه پر ایران برید کړی.
ورته مهال، ایراني رسنیو هم د دې هېواد په پلازمېنه تهران، اصفهان، قم، لرستان، کرمانشاه، کرج او تبریز ښارونو کې د چاودنو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې ایران هم د صهیونیستي رژیم څخه د غچ اخیستنې او سخت او پرېکنده ځواب لپاره چمتووالي نیسي.
د دغه برید له پیل سره سم د ایران او صهیونیستي رژیم هوایي حریمونه هم وتړل شول.

