ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي بلال کریمي د چین ولسي د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې له مشر سره لیدنه کړې

په چین کې د اسلامي امارت سفیر مولوي بلال کریمي د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانگې له مشر لیو جینسونگ سره له لیدنه کې د پاکستان له لوري په افغانستان د غیرقانوني تيري په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي کریمي ویلي، وروستي اقدامات د هېواد د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او هوايي حریم د دفاع لپاره ترسره شوي دي او زياته يې کړه، اسلامي امارت د هر ډول تېري پر وړاندې له خپلې خاورې دفاع خپل مشروع حق ګڼي.

په ورته مهال؛ چینايي لوري د روان وضعیت او ستونزو د حل لپاره په ډيپلوماسۍ ټينگار کړی.