ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پاکستان پوځي رژیم د ننګرهار په غني خېلو کې یو ملکي کور په نښه کړی

د ننګرهار امنیې قومندانۍ ویاند وايي، چې د پاکستان پوځي رژیم د ننګرهار په غني خېلو کې یو ملکي کور په نښه کړی.

نوموړي زیاته کړې، دغه ملکي کور د غني خېلو ولسوالۍ د ۲۹مې په درېیم بلاک ساحه کې موقعیت لري، چې اوسېدونکي یې ټول غریب کاره ولسي وګړي دي.

په دغه کور کې د مېرمنې او ماشومانو په ګډون یو شمېر کسان شهیدان او ټپیان شوي، خو کره شمېر یې تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.