ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هېوادوال: اسلامي امارت په مېړانه له خاورې دفاع کړې

د پاکستان پر پوځي مرکزونو او پوستو د افغان ځواکونو غچ ‌اخیستونکي بریدونه د عام خلکو له پراخ ملاتړ او تود هرکلي سره مخامخ شوي.

دوی د امنیتي ځواکونو میړانه او دښمن ته غاښ ماتونکي ځواب ستایي او زیاتوي چې په دې سره یې وښودله چې افغانان کولای شي له خپل هېواد څخه دفاع وکړي.

دغه‌راز هېوادوال د اسلامي نظام ساتنه او ملاتړ خپل ایماني مسوولیت ګڼي او د هېواد د دفاع په برخه کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

دوی وایي، چې په هر ډول شرایطو کې به د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي.

ورته مهال افغان امنیتي ځواکونه هېوادوالو ته د امنیت د ټینګښت په برخه کې ډاډ ورکوي او وایي، چې د هېوادوالو د سر او مال ساتنې ته په هر دول حالاتو کې تیار دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دو ورځو کې افغان امنیتي ځواکونو پر ډېورنډ فرضي کرښې او د پاکستان په مهمو ښارونو بریدونه کړي، چې پوځي مرکزونه او تاسیسات یې په نښه کړي او په پایله کې د دغه هېواد پوځ ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.