د ملي دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي وايي، چې افغان لیزري ځواکونو تېره شپه په ننګرهار، خوست او پکتیا کې د پاکستاني رژیم پر ملېشو مرګوني بریدونه کړي، چې له امله یې ۳۲ ملېشې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
ښاغلي خوارزمي زیاته کړې؛ تر دې مهال یو ټاور او څلور لویې پوستې فتحه او د ماینونو په توسط انفجار شوې دي.
دغه راز نوموړي ویلي، دوه ډرون الوتکې هم رانسکورې شوي او یو شمېر پوځي تجهیزات په مکمل ډول ویجاړ او له منځه تللي دي.
بلخوا هېوادول د امنیتي ځواکونو میړانه او دښمن ته غاښ ماتونکي ځواب ستایي او زیاتوي، چې په دې سره یې وښودله چې افغانان کولای شي له خپل هېواد څخه دفاع وکړي.
دغهراز هېوادوال د اسلامي نظام ساتنه او ملاتړ خپل ایماني مسوولیت ګڼي او د هېواد د دفاع په برخه کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.
دوی وایي، چې په هر ډول شرایطو کې به د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي.
ورته مهال افغان امنیتي ځواکونه هېوادوالو ته د امنیت د ټینګښت په برخه کې ډاډ ورکوي او وایي، چې د هېوادوالو د سر او مال ساتنې ته په هر دول حالاتو کې تیار دي.

