ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټولګټو وزارت: د تېر لمریز کال د ۱۱ میاشتو په پرتله په انتقالاتو کې ۳۳سلنه زیاتوالی راغلی

ټولګټو وزارت وایي، چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د وری میاشتې له پیله د سلواغې میاشتې تر پایه پورې، د دې وزارت د اوسپنې پټلیو له لارې ټولټال پینځه میلیونه، ۳۸۷ زره او ۵۴۹ مېټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال په ۱۱ میاشتو کې څلور میلیونه، ۴۰ زره او ۸۵۵ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي وو، چې د روان کال د ترسره شويو انتقالاتو شمېر د تېر کال په پرتله ۳۳.۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دغه وزارت معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۴ لمریز کال د وری میاشتې له پیله د سلواغې میاشتې تر پایه پورې د حیرتان بندر له لارې درې میلیونه، ۷۷ زره او ۵۳۴ ټنه، د اقینې بندر له لارې۴۰۱ زره او ۷۴ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې  ۶۵۴ زره او ۹۱۵ ټنه او د خواف –هرات ۵۶۱ زره او ۲۶ له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال پینځه میلیونه، ۳۸۷ زره او ۵۴۹  ټنه نفتي، غیر نفتي او نورمواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

دغه‌راز د یادو وزارت په وینا؛ د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، چې په دغو ۱۱ مياشتو کې ۷۰۸۴۱ ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه میوه، معدني ډبرې، کچالو، وریجې، مس، د هندوانې زړي، نوشابه او د انارو جوس دي.

همدارنګه یاد وزارت زیاته کړې، چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د تلې میاشتې له پیله د ۱۴۰۴ هـ ش کال د سلواغې میاشتې تر پایه پورې دغه وزارت د اوسپنیزې کرښې د څلورو بندرونو له لارې څه باندې ۲۰ میلیون مټریک ټنه انتقالات ترسره کړي دي.