د رياست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع افغانستان لپاره د برېتانیې ځانګړي استازي ریچرډ لینډزي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړي.
په دغه ویډیوی کنفرانس کې د برېتانیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان ریاست مرستیال ایډمونډ هډلي او د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت سیاسي سلاکار فیض محمد وفامل هم ګډون درلود.
د برېتانیې ځانګړي استازي ریچرډ لینډزي ويلي، موږ حالات څارو او له دواړو خواوو سره په اړیکه کې یوو، جنګ د حل لاره نده، نو ښه به وي چې منځګړي هېوادونه لاس په کار او ستونزې د خبرو له لارې حل شي.
نوموړي زیاته کړې موږ د مذاکراتو له لارې د شته مسایلو د حل کولو ملاتړ کوو، هېڅ هېواد له کډوالو څخه د فشار د وسیلې په ډول د کار اخیستلو ملاتړ نکوي.
ډاکټر ملا عبدالواسع ویلي، اسلامي امارت تل له نړۍ او د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې غوښتي، غوره ده چې مسایل د خبرو له لارې حل شي او موږ د دوستو هېوادونو د منځګړیتوب ملاتړ کوو.
همدارنګه نوموړي زیاته کړې، د پاکستان حکومتي مسولین د خپلو داخلي ستونزو د حلولو پرځای په مکرر ډول افغانانو ته ستونزې جوړوي، زموږ ګډوال او هېودوال ځوروي، اموال یې مصادره کوي او په ډېره بې رحمي، غیرانساني او اجباري توګه یې اخراجوي او همدارنګه په افغانستان کې په عامو خلکو بمباري کوي، زموږ عام هېوادوال، ماشومان او ښځې شهیدانوي.
ډاکټر ملا عبدالواسع ویلي، د دوی د دغو ظلمونو په غبرګون کې اسلامي امارت د خپلو خلکو د کلکې دفاع او ساتنې حق لري.

