د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي، د افغان ځواکونو له لوري پر پاکستاني ملېشو ځوابي بریدونه دوام لري چې تر دې مهاله په کندهار کې له پاکستاني ملېشو څخه لس پوستې نیول شوي دي.
د نوموړي په خبره، د کندهار معروف ولسوالۍ اړوند سیمه کې د افغان دفاعي ځواکونو له لوري د زریدار لویه پوسته هم نیول شوې ده.
دغهراز ښاغلي خوارزمي ویلي، چې تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د ۲۰۵ البدر قول اردو د شپږم سرحدي لوا ځواکونو د کندهار ولایت په سپینبولدک ولسوالۍ کې د فرضي کرښې په اوږدو کې له پاکستاني ملیشو سره نښته کړې.
د نوموړي په وینا، د دغې نښتې په پایله کې د پاکستاني ملیشو یوه پوسته نیول شوې، درې تنه وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی دی.
همدارنګه د افغان ځواکونو له لوري د خوست د عليشیرو ولسوالۍ اړوند فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ملېشو پر پوستو شدیده جګړه روانه ده.
د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز ویلي، چې پاکستاني ملېشې د افغان ځواکونو تر سختو بریدونو لاندې راغلي او د تېښتېې لار لټوي.

