د روزګان ولایت په ترینکوټ ښار کې سلګونه ځوانانو، قومي مشرانو او دیني عالمانو د یوې ولسي غونډې په ترڅ کې د سرحدي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ او د پاکستاني ملېشو وروستي بریدونه او لاسوهنې یې په کلکو ټکو وغندلې.
ګډونوالو ټینګار وکړ، چې د افغانستان پر ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا به هېڅ ډول تېری ونه زغمي او د هېواد له امنیتي ځواکونو سره به خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
همدارنګه علماوو د وطن دفاع شرعي او ملي مسوولیت وباله او ویې ویل، چې افغان ولس به د خپلو امنیتي ځواکونو ترڅنګ د هېواد د دفاع لپاره کلک ودریږي.
دوی څرګنده کړه، چې افغان ولس به د خپلو اتلو مجاهدینو تر څنګ د هېواد دفاع ته کلک ولاړ وي او هېڅ بهرني هېواد ته به پر افغانستان د یرغل اجازه ورنه کړي.
دغهراز ګډونوالو د غونډې پر مهال د پاکستاني ملېشو د وروستیو بریدونو پر ضد شعارونه ورکړل او خپل سخت دریځ یې څرګند کړ.
د غونډې په پای کې ګډونوالو وویل، که اړتیا پېښه شي، نو ولس به یو ځل بیا هم د خپلې خاورې او ملي حاکمیت د دفاع لپاره راووځي.

