ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مفتي عنایت الله خوارزمی: د «ردالظلم» عملیاتو په لړ کې له ۱۵۰ زیاته پاکستاني ملېشه وژل شوې

د ملي دفاع وزارت ویاند مفتي عنایت‌الله خوارزمي وایي، چې د پاکستان پوځي رژیم پر وړاندې «ردالظلم» ځوابي عملیاتو له پیل راپدیخوا له ۱۵۰ زیاته پاکستاني ملېشه وژل شوې او له ۲۰۰ زیاتې نور ټپیان شوي دي.

د ښاغلي خوارزمي په وینا، دغه راز د دې عملیاتو پر مهال په بېلابېلو ولایتونو کې د فرضي کرښې په اوږدو کې  د پاکستاني ملېشو ۴۰ پوستې فتحه او له منځه وړل شوي.

دغه‌راز مفتي عنایت الله خوارزمي ویلي: «افغانانو د تاریخ په اوږدو کې ثابته کړې، چې هېڅ وخت یې هېڅ یرغلګر بې ځوابه نه دی پرېښی.هر چا چې دې خاورې ته په بد نظر کتلي وربوزونه یې په خاورو شوي او له دې هېواده شړل شوي دي»