ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه؛ د لمریزې برېښنا د تولید او سوداګریز مارکېټ جوړولو پر طرحو بحث وشو


د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

یاد معاونیت زیاتوي، چې غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د کابل ښاروالۍ اړوند ملکیت باندې تر ځمکې لاندې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه.

د دغه معاونیت په خبره، له مفصل بحث وروسته ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې د کور او ښارجوړونې وزارت د نظر اخیستلو په صورت کې د یادې طرحې هراړخیزه ارزونه ترسره او راپور یې په ټاکلي وخت د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

همدارنګه په دې غونډه کې په فراه، دایکنډي، غور، زابل او رزوګان ولایتونو کې د لمریزې برېښنا د تولید او په بټریو کې د برېښنا ذخیره کولو د سیسټم پر طرحه هم بحث وشو.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په وینا، له بحث وروسته د افغانستان برېښنا شرکت ته دنده وسپارل شوه، څو د یادې طرحې وړاندې کوونکي شرکت ته له مشخصو شویو ولایتونو یو څو ولایتونه په نښه او په دې اړه ورسره تخنیکي او هراړخیز بحثونه ترسره او خپل جامع راپور د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته په ټاکلي وخت وړاندې کړي.