ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذبیح الله مجاهد: د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو انتقالات په عادي ډول روان دي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو انتقالات په عادي ډول روان دي او هېڅ ډول ځنډ پکې نه دی راغلی.

نوموړی زیاتوي، همدا اوس له سوداګریزو توکو ډک ریل ګاډی د هرات ولایت روزنک تم ځای ته راورسېد چې ۴۲ واګونه سیمټ او ۲ واګونه MDF تختې په کې بار دي او تمه ده، د شپې په جریان کې په غذایي او سون توکو بل بار ریل ګاډی هم روزنک تم ځای ته ورسيږي.

د ښاغلي مجاهد په خبره، د ایران اوسپنې پټلۍ د مسولینو د معلوماتو پر اساس د ایران خاوره کې د ۹۰۰ په شمېر واګونونه افغانستان ته پر لاره دي او په نورمال ډول به هېواد ته وارد شي.

ورته مهال ښاغلي مجاهد له ملي سوداګرو غوښتي، چې له کوم دلیل پرته د سوداګریزو توکو بیې لوړې نه کړي.