د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان پوځي رژیم لهخوا د ملکي افغانانو د مرګژوبلې په تړاو د ملګرو ملتونو د راپور له خپرېدو وروسته ویلي، د پاکستان خلک د دې هېواد د حاکمو ادارو هغو سیاستونو څخه ملاتړ نه کوي چې د ملکي افغانانو د شهادت لامل شوي دي.
خلیلزاد په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، د پاکستان خلکو او حاکمو ادارو ترمنځ د پام وړ فاصله شتون لري او د نوموړي په باور دغه فاصله د پراخېدو په حال کې ده.

