ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په موخه ولسي غونډه وشوه

د کابل ولایت د رسنیو دفتر ویلي، چې د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکو په یوه پراخه ولسي غونډه کې د پاکستاني ملېشو د تېري او د افغانستان د ځمکنۍ حریم د نقض پر وړاندې د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو خپل قاطع ملاتړ اعلان کړی.

یاده غونډه د دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو او د سیمې د بېلابېلو قشرونو په پراخ ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې د پغمان ولسوال قاري محمد علي مجاهد د ملي یووالي پر ساتنې او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا پر دفاع ټینګار کړی.

نوموړي ويلي، چې د پغمان خلک تل د نظام او امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي او د هېواد پر خاورې هېڅ ډول تېری د منلو وړ نه بولي.

همداراز قومي مشرانو د افغانستان د اسلامي امارت له امنیتي ځواکونو څخه د هېواد د حریم د زړورې دفاع له امله مننه کړې او د خلکو پر دوامداره ملاتړ یې ټینګار کړی.