د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې په تېرو څهباندې څلورو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۵۰۰ نوې مخابراتي سایټونه جوړ شوي دي.
د یاد معاونیت د معلوماتو له مخې، له دې ډلې ۳۰۰ سایټونه د اترا ادارې له لوري او ۱۲۰۰ نور د خصوصي مخابراتي شرکتونو له خوا جوړ شوي، چې په هر یو سایټ شاوخوا اته میلیونه افغانۍ لکښت راغلی دی.
همداراز ویل شوي، چې په ۳۰ ولسوالیو کې لومړی ځل مخابراتي او انټرنېټي خدماتو ته لاسرسی برابر شوی، چې ورسره به د خلکو د اړیکو او معلوماتي اسانتیاوو کچه لوړه شي.
د اقتصادي معاونیت په وینا، دغه ګامونه د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د مخابراتي پوښښ د پراختیا او د خدمتونو د ښهوالي په موخه اخیستل شوي دي.

