د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي، چې پاکستانۍ ملېشې له امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري.
نوموړی زیاته کړې، پاکستان له افغانستان سره په روانه جګړه کې ملکي خلک په نښه کړي چې مالي او ځاني تلفات یې ور اړولي دي.
د ښاغلي فطرت په وینا، افغان امنیتي ځواکونه به تر هغې جګړه کوي چې تېری نه وي درېدلی.
دغهراز نوموړی له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان د پاکستان تېری وغندي او د افغان ولس ملاتړ وکړي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ویلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د جګړې د هواري لپاره سیاسي هڅې شوي او اسلامي امارت د جګړې پلوی نه ده، خو مقابل لوري هڅه کوي چې سیمه بې ثباته کړي.
دغهراز ملا حمدالله فطرت زیاته کړې ده، چې اسلامي امارت د ټيپيپي او بلې هیڅ ډلې ملاتړ نه کوي او دغه موضوع د پاکستان کورنۍ مسله بولي او ټینګار کوي چې د هیڅ چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نکوي.

