ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېره شپه د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځي رژیم ۷ پوستې فتحه شوي

ملي دفاع وزارت وایي، د کندهار د ۲۰۵ البدر قول اردو د شپږمې سرحدي عبيده لواء اړوند دفاعي ځواکونو تېره شپه د پاکستان پوځي رژیم ۷ پوستې په بشپړه توګه فتحه کړي.

ددغه وزارت په وینا، په دې عملیاتو کې لسګونه پاکستاني ملېشو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.

 دغه راز په دې عملیاتو کې ۷ میله سپکې او درنې وسلې، ۸ دوربینونه، ۲ پایې غټې مخابرې او زیات شمېر مهمات هم غنیمت شوي دي.