مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر او فوق العاده استازي مولوي ګل حسن حسن، د افغانستان لپاره د روسیې فدراسیون د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدنه کړې.
روسیه کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر وضعیت او د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
دغهراز په دې لیدنه کې ښاغلي حسن د پاکستان له اړخه د افغانستان د حریم نقض او د اسلامي امارت رسمي دریځ په اړه معلومات شریک کړي.
نوموړي دغهراز د هغو روسي رسنیو ناسمو نشراتو ته هم اشاره کړې، چې د افغانستان له واقعیتونو لرې معلومات یې خپاره کړي وو.
ورته مهال ښاغلي کابلوف ویلي، چې هېواد یې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ستونزو حل لپاره منځګړيتوب ته چمتو دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې ستونزې باید د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.

