ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عراقچي د ايران د ۱۳۰ سمندري سرتېرو د وژل کېدو په غبرګون کې؛ امریکا به ډېره پښېمانه شي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د امریکا له‌خوا د ایران د ۱۳۰ سمندري سرتېرو د وژل کېدو په غبرګون کې خبرداری ورکړی، چې امریکا به د دغې بدې جوړې کړې مخینې له امله سخته پښېمانه شي.

عراقچي خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، د ايران جنګي بېړۍ «دِنا» چې د هند د سمندري ځواک مېلمه وه او شاوخوا ۱۳۰ سمندري سرتېري يې لېږدول، په نړيوالو اوبو کې پرته له مخکېني خبرداري وېشتل شوې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه اقدام یو «ستر جنایت» بللی دی.