ټولګټو وزارت وایي، چې تر دې مهاله د انتقالاتو په برخه کې هېڅ ډول خنډ شتون نه لري او د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په عادي او منظم ډول دوام لري.
یاد وزارت زیاته کړې، چې تېره اوونۍ کې (۱۴۰۴ لمریز کال د کب له ۸مې نېټې څخه تر ۱۲مې) نېټې پورې د دې وزارت د اوسپنې پټليو له لارې ۱۲۷ زره او ۶۵۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
همدارنګه د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د حیرتان بندر له لارې ۸۸ زره او ۱۸۶ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۰ زره او ۷۶۹ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې۱۴۱ زره او ۲۳ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۴۵ زره او ۷۲ ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال ۱۲۷زره او ۶۵۰ ټنه نفتي، غیرې نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د یاد وزارت په وینا؛ د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، چې په تېره اوونۍ کې ۲۶۵ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او معدني ډبرې دي.
همدارنګه د ټولګټو وزارت وزیر ملا محمد عیسی ثاني، د يادو څلورو بندرونو مسولینو او د اړوندو ولایتونو د ټولګټو ریاستونو رییسانو ته لارښوونه کړې، چې په دې حساسو شرایطو کې د لومړنیو او خوراکي توکو د انتقال لپاره سوداګرو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.

