افغان هوایي ځواک د بلوچستان ایالت کچلاغ او کوېټې په اوږدو کې د «غزه بند» په نوم د پاکستاني رژیم د اف سي ملېشو پر عمومي قومندانۍ هوایي بریدونه کړي.
په دې بریدونو کې پاکستاني ملېشو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
د یادونې وړ ده، چې دغه قومنداني د بلوچستان په کچه د پاکستاني رژیم د اف سي عسکرو د سوق او قومندې تر ټولو لوی مرکز دی.

