ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ اداري کمېسيون غونډه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون د اداري کمېسيون غونډه وشوه.

د غونډې په پیل کې، ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

وروسته د کور او ښار جوړولو او کورنيو چارو وزارتونو پر اړوندو موضوعاتو بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه.

په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.