د کابل ښار اوسېدونکو په یوه پرېکړهلیک کې پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم تېری وغنده او له اسلامي امارت څخه یې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
دوی وایي، چې د افغانستان مسلمان ملت د وینې تر وروستي څاڅکي د خپلې خاورې دفاع ته چمتو دي.
د کابل یو تن قومي مخور حاجي سخيالله حقاني د پاکستاني متجاوزو عسکرو د تېري په غبرګون کې د یوې غونډې پرمهال وویل، نړۍ ته معلومه ده چې پاکستان تل د افغانستان په چارو کې لاس وهنه او تېری کړی دی.
دغهراز نوموړي زیاته کړه، چې پاکستان د افغانستان په ګډون د ټولې منځنۍ اسیا لپاره د سرطان د دانې په څېر دی.
همدارنګه د اهل تشیع اوسېدونکو استازی وویل؛ افغانان لسېزې د اشغالګرو پر وړاندې درېدلي او غاښ ماتوونکی ځواب یې ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو ورځو کې د هېواد د په بېلابېلو ولایتونو کې د پاکستاني پوځي رژیم پر وړاندې د اسلامي امارت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د غاښ ماتونکو ځوابي بریدونو ملاتړ کړی او د دې خاورې د دفاع لپاره یې چمتووالی ښودلی دی.

