لغمان کې د امنیتي ځواکونو د «ردالظلم» انتقامي عملیاتو په ملاتړ او د پاکستاني پوځي رژیم د تېري د غندنې په موخه پراخ لاریونونه روان دي.
د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالنور رسولي ویلي، چې نن سهار د لغمان ولایت په فراشغان، الینګار او دولتشاه ولسوالیو کې زرګونه اوسېدونکي راوتلي او پراخ لاریونونه یې پیل کړي دي.
لاریونوال د ملي امنیتي ځواکونو د «ردالظلم» انتقامي بریدونو هرکلی کوي او «مرګ پر پاکستاني رژیم» شعارونه ورکوي.
دوی همدارنګه په خپلو شعارونو کې وایي، چې د هېواد د دفاع لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او د هر ډول تېري کوونکي پر وړاندې به له خپلو امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د هېواد دفاع کوي.

همدارنګه د لغمان ولایت د فراشغان په سیمه کې د قومي مشرانو، دیني عالمانو او د سیمې د سلګونو اوسېدونکو په ګډون یوه پراخ ولسي لاریون ترسره شو.
په یاد لاریون کې د پاکستان پوځي رژیم له لوري د افغانستان پر ځینو سیمو وروستي بریدونه په سختو ټکو وغندل شول او همداراز لاریون کوونکو له اوسني نظام څخه په بشپړه توګه ملاتړ اعلان کړ.
د سیمي مشرانو په خپلو خبرو کې وویل، چې د ګاونډي هېواد له لوري دا ډول بریدونه د نړیوالو اصولو او د ښه ګاونډیتوب له اړیکو سره په ټکر کې دي.

دوی زیاته کړه، چې افغانان تل د سولې غوښتونکي دي، خو د خپل هېواد د خاورې او عزت ساتنه د هر افغان ګډ مسوولیت دی.
د غونډې ګډونوالو همداراز څرګنده کړه، چې د افغانستان ولسونه د خپل هېواد د امنیت، ثبات او خپلواکۍ د خوندي ساتلو لپاره یو موټی دي او هېڅکله به د بهرنیو لاسوهنو پر وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي.
د یادونې وړ ده چې د لغمان ولایت مرکز په شمول په ټولو ولسوالیو کې د پاکستان پوځي رژیم د وروستیو بریدونو د غندنې په موخه پراخ لاریونونه دوام لري.

