د ملي راډیو تلویزیون لوی رییس قاري محمد یوسف احمدي د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د افغانستان پر وړاندې د تېري د دوام په اړه ویلي، چې جګړه په ژمنتیا او لوړ مورال ګټل کېږي، نه په وحشت او ظلم.
نوموړي زیاته کړې، د پاکستان پوځي رژیم د خپل ولس غوښتنو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي، بلکې د پردیو د ګټو لپاره لوبېږي.
دغهراز قاري محمد یوسف احمدي ویلي، د افغانستان ولسونه د اسلامي امارت تر څنګ ولاړ دي، خو په پاکستان کې ولسونه او علما د پوځي رژیم له تګلارې سره مخالف دي.
ښاغلي احمدي زیاته کړې، نړیوال په دې خبر دي چې د اسلامي امارت ځواکونو له پاکستاني پوځیانو سره په جګړه کې څومره پرمختګ کړی، خو مقابل لوری په جګړه کې د پرمختګ هېڅ سند نه لري، بلکې دروغ وایي.
د ملي راډیو تلویزیون لوی رییس ویلي، د پاکستان پوځي رژیم به تر هغه وخته جګړه کوي؛ تر کومه وخته چې یې خپل بادار ترې غواړي.
د قاري محمد یوسف احمدي په وینا، نړۍ اوس په دې پوهېږي چې د پاکستان پوځ د جګړې وړتیا نه لري.
نوموړي زیاته کړې، که پاکستان له جګړې لاس وانخلي، له بدو پایلو سره به مخ شي.
د ملي راډیو تلویزیون لوی رییس قاري محمد یوسف احمدي همداراز ویلي، هر کله چې پاکستان په جګړه کې له ماتې سره مخ شي، له نورو هېوادونو د جګړې د درولو غوښتنه کوي.

