ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي نور جلال جلالي:  عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د زړه ناروغیو درملنې خدمتونه پراخ کړي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره لیدنه کړې او د یادې برخې د ستونزو او اړتیاوو په اړه یې خبرې کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت په وینا، په دې لیدنه کې د وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال قاري عبدالولي صدیقي، د مالي چارو رییس، د معالجوي طب لوی رییس، د تدارکاتو رییس، یو شمېر نور مسؤلین او د کابل د اندراګاندي د ماشومانو درملنې ملي روغتون د زړه ناروغیو څانګې روغتیايي کارکوونکي هم ګډون درلود.

همدارنګه په دې لیدنه کې د قلبي پروژې مسولینو خپلې ستونزې، اړتیاوې او وړاندیزونه د عامې روغتیا له وزیر سره شریک کړل.

ښاغلي وزیر د هغوی خبرې واورېدې او اړوندو ریاستونو ته یې لارښوونه وکړه، چې د پروژې اړتیاوې ژر تر ژره وڅېړي او د حل لپاره یې اړین اقدامات وکړي.

مولوي نورجلال جلالي ټینګار وکړ، چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د زړه ناروغیو درملنې خدمات نه یوازې په کابل، بلکې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم پراخ کړي.

د لیدنې په پای کې د خدماتو د پراختیا او د شته ستونزو د ارزونې لپاره د یوې ګډې تخنیکي کاري کمېټې پر جوړېدو هم هوکړه وشوه.