د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، که کابل ناامنه کېږي، نو اسلاماباد به هم ناامنه شي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، افغانستان له پاکستان سره په بېلابېلو هېوادونو کې مذاکرات کړي، خو د هغه په وینا دا خبرې کومې پایلې ته ونه رسېدې او داسې ښکاره کېده چې پاکستاني لوری د جګړې د پیل نیت لري.
نوموړي ویلي، افغانستان پاکستان ته وړاندیز کړی و چې دواړه هېوادونه دې د یو بل د خاورې او حریم د درناوي په اړه لیکلی تضمین ورکړي، خو د ده په خبره پاکستان پر ځینو سیاسي مسایلو، په ځانګړي ډول د ډیورنډ پر فرضي کرښه ټینګار کاوه.
د ملي دفاع وزیر په وینا، افغانستان تل هڅه کړې چې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او د ډیپلوماسۍ دروازې یې د ټولو پر مخ خلاصې دي، خو د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره بریدونه د منلو وړ نه دي.
نوموړي ادعا کړې، پاکستان د افغانستان د اوسني نظام مخالفینو ته ځای او امکانات ورکوي او هڅه کوي افغانستان کمزوری وساتي، څو د سیمې په سیاسي او امنیتي مسایلو کې پرې فشار راوړي.
مولوي محمد یعقوب مجاهد همداراز ویلي، پاکستان نه غواړي افغانستان خپلواک بهرنی سیاست ولري او هڅه کوي چې دا هېواد تل خپل محتاج وساتي، خو د هغه په وینا دا یوازې یو خیال او جنون دی او اسلامي امارت هڅه کوي افغانستان په خپلو پښو ودروي.
ښاغلي مجاهد ټینګار کړی، افغان ځواکونه د دفاع په حالت کې دي او که پر هېواد برید وشي، نو کلک ځواب به ورکړي.
د نوموړي په وینا، د افغانستان ولسونه د اسلامي امارت تر څنګ ولاړ دي او د خپل هېواد د دفاع لپاره یو موټی دي.
مولوي محمد یعقوب مجاهد همداراز ویلي، افغانستان د پاکستان له ولس سره ستونزه نه لري او هیله لري چې د پاکستان خلک، سیاسي مشران او دیني عالمان به د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپل پوځي رژیم قانع کړي.
نوموړي زیاته کړې، افغان ځواکونه د خپل هېواد د دفاع لپاره پوره چمتو دي او که جګړه دوام وکړي، د اوږدې مودې لپاره به هم د خپلې خاورې دفاع وکړي.
ښاغلي مجاهد ویلي، افغانانو ته مې مشوره دا ده، چې هر دوښمن ته یو موټی شي او چاته دا موکې ورنه کړي، چې زمونږ په منځ کې ځای پیدا کړي.
نوموړي زیاته کړې، افغانانو اوس دا درک پیدا کړی، چې د پاکستان پر وړاندې یو موټي دي.
مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي، له دې څخه ستړي شوي یوو، چې دا خلک څنګه د جګړې له میدان څخه را وګرځوو، زرګونه خلک همدا اوس یو امر ته په تمه دي؛ خو مونږ ورته ویلي چې اوس تاسې ته د جګړې اړتیا نشته.
نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان جګړې یوه ګټه مونږ ته دا وکړه، چې ټول افغانان یې یو موټی کړل.
د ملي دفاع وزیر ویلي، د پاکستان ولسونه باید پوه شي، چې زمونږ جګړه د هغوی په مقابل کې نه ده، موږ ستاسې ښېګڼې غواړو او تاسو ته ستاسې د پوځ له لوري کېدونکي تبلیغات حقیقت نه لري.
نوموړي زیاته کړې، که پاکستان ته تر اوسه نه وي ثابته شوي، اوس به ورته ثابته شي، چې مونږ د جګړې اوږده تجربه لرو.

