د بهرنیو چارو وزیرمولوي امیرخان متقي د چین له ځانګړي استازي یوی شیایونګ سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د سیمې پر وروستیو تحولاتو خبرې کړې دي.
مولوي امیرخان متقي د افغانستان او چین اړیکې مثبتې بللي او دغهراز هیله یې څرګنده کړې، چې دواړه هېوادونه به په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې لا پراخې او عملي کړي.
دغهراز نوموړي له پاکستان سره وروستیو شخړو ته په اشارې ویلي، موږ د شخړو پر ځای د ستونزو سولهییز حل ته لومړیتوب ورکوو، خو د خپل هېواد او خلکو دفاع خپل حق بولو.
ورته مهال د چین ځانګړي استازي د پاکستان د وروستیو بریدونو له امله د شهید شویو افغانانو له کورنیو سره د چین د حکومت خواخوږي او تسلیت څرګند کړی او همدارنګه نوموړي ټینګار کړی، چې چین غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې ستونزې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي او هڅه وشي چې د سیمې د ثبات لپاره د کړکېچ کچه لوړه نه شي.
یوي شیایونګ زیاته کړې، چې چین په دې اړه له پاکستاني لوري سره هم په اړیکه کې دی او هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ تاوتریخوالی راکم او د هغوی تر منځ رغنده اړیکې ټینګې شي.

