ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هند د افغانستان پر خاوره د پاکستان پوځي رژیم تېری وغنده

هند د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان پر خاوره د پاکستان پوځي رژیم هوايي بریدونه په کلکه وغندل او دا یې د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور او د هېوادونو د حاکمیت له اصل څخه ښکاره سرغړونه وبلله.

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پروتانه‌ني هاریش وویل، دا د پاکستان له‌خوا لوی منافقت دی چې له یوې خوا د نړیوال قانون او اسلامي یووالي لوړ اصول بیانوي، خو له بلې خوا د روژې په مبارکه میاشت کې پر ملکي وګړو بې‌رحمه هوایي بریدونه ترسره کوي.

ښاغلي هاریش دغه راز وویل، چې هېواد یې د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او خپلواکۍ څخه بشپړ ملاتړ کوي.