د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له خپل جاپاني سیال توشیمیتسو موتګي سره په ټلیفوني اړیکه کې د امریکا او صهیونیستي رژیم له لوري پر ایران د پوځي برید وروسته د سیمې د وروستیو بدلونونو، سیمهییزو او نړیوالو اغېزو په اړه خبرې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، سید عباس عراقچي په دې ټلیفوني اړیکه کې ویلي:«له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې د ایران لپاره ډېرې مهمې دي؛ خو موږ اجازه نه شو ورکولای چې امریکا په سیمه کې له خپلو اډو څخه پر موږ بریدونه وکړي.»
عراقچي په وینا:« زموږ دفاعي اقدامات د ګاونډیو پر ضد نه دي، بلکې د تېري اصلي سرچینه او عامل په نښه کوي.»
نوموړي ټینګار کړی چې هېواد یې د امریکا او صهیونیستي رژیم د پوځي تېري پر وړاندې په پوره ځواک او کلکې ارادې ولاړ دی او له خپل ځانه به دفاع وکړي.
له بلې خوا، د جاپان د بهرنیو چارو وزیر د ایران له خلکو سره د خواخوږۍ او تسلیت تر څنګ، د کړکېچ د دوام او پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د تاوتریخوالي کمېدو لپاره باید لازمې هڅې وشي.

