ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مالي او بانکي ظرفیت لوړولو په موخه د مرکزي بانک او ملګرو ملتونو استازو ګډه ناسته وشوه

د افغانستان بانک لومړي مرستیال، صدیق‌الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له مشر سټیفن رودریګز سره لیدلي.

مرکزي بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې لیدنه کې د بانکي او مالي سکتور د ظرفیت لوړونې لپاره د یوه ګډ کاري چوکاټ د جوړېدو په اړه خبرې شوي.

د دې ګډ کاري چوکاټ له لارې به د نړیوالو او کورنیو بنسټونو تخنیکي مرستې او فعالیتونه تر یوه واحد چتر لاندې راټولې شي.