ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د یونېسف استازي د پاکستان له لوري د افغان کډوالو په نښه کول وغندل

د یونېسف استازي تاج‌الدین د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور سره په لیدنه کې د پاکستان پوځي رژیم له لوري افغان کډوالو په نښه کول غندلي.

نوموړي همدارنګه په افغانستان کې د دغه بنسټ فعالیتونو ته په اشارې ویلي، یونېسف هڅه کوي، چې د اوبو رسونې په برخه کې ډېرې پروژې پلي کړي.

ورته مهال، ملا عبداللطیف منصور د باکیفیته او پر وخت د پروژو پر پلي کولو ټینګار کړی دی.

ښاغلي منصور له یونېسف څخه غوښتي، چې د اوبو رسولو او نورو برخو کې له راستنېدونکو او بې ځایه شویو کډوالو سره مرسته وکړي.

په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وشو.