ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هرات والي د ترکمنستان له جنرال قونسل سره د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړي

په هرات کې د ترکمنستان جنرال قونسل باتور یولوف د یاد ولایت له والي شیخ مولانا نور احمد اسلام جار سره لیدلي.

د هرات ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې وايي، دواړو لوریو د سوداګریزو همکاریو پراختیا، نفتي موادو ټرانزیټ او د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا په اړه خبرې کړي.

د خبرپاڼې پراساس، د ترکمنستان جنرال قونسل له افغانستان سره د راکړې ورکړې پراختیا په برخه کې د هر اړخیزو همکاریو ډاډ څرګند کړ.