د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي په ټلیفوني خبرو کې پر ایران د امریکا او صهیونیستي رژیم له بریدونو وروسته د سیمې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ښاغلي عراقچي په دې ټلیفوني خبرو کې ټینګار کړی، چې په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو د ایران بریدونه د مشروع دفاع حق او د تېري د مخنیوي په چوکاټ کې ترسره کېږي.
د هغه په وینا، ایران غواړي له سیمهییزو هېوادونو سره دوستانه او ښې اړیکې دوام ولري او د سیمې د ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره له بهرنۍ لاسوهنې پرته ګډه سیمهییزه همکاري پیاوړې شي.
له بلې خوا، د مصر د بهرنیو چارو وزیر د سیمې د کړکېچونو د زیاتېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې مصر هڅه کوي د سیاسي خبرو له لارې د تاوتریخوالي په کمولو کې مرسته وکړي.

