بهرنیو چارو وزارت د امریکا متحده ایالتونو وروستۍ پرېکړه، چې افغانستان یې د «ناسم توقیف» د ملاتړي دولت په توګه نومولی، د تأسف وړ بولي.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، د هېڅ هېواد اتباع د معاملې د وسیلې په توګه نه دي نیول شوي او د نافذه قوانینو د سرغړونې په تور نیول شوي کسان د قانوني پروسې له بشپړولو وروسته خوشې شوي.
د یادونې وړ ده، چې د تېر یوه کال په جریان کې اسلامي امارت د امریکا د ځینو بندي اتباعو د قضیو په تړاو د حسن نیت له مخې مثبت ګامونه پورته کړي.
د افغانستان اسلامي امارت غواړي دغه موضوع د دواړو لوريو ترمنځ د روانو خبرو او رغنده تعامل له لارې په مناسب ډول حل او پای ته ورسېږي.

