ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي نور جلال جلالي د سرطان د کنټرول ملي پروګرام ناسته کې ګډون کړی

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د سرطان د کنټرول ملي پروګرام د رهبرۍ او منېجمېنټ بورډ په لومړۍ ناسته کې ګډون وکړ.

د عامې روغتیا وزیر ویلي، د سرطان ناروغي د نړۍ په کچه له جدي روغتیايي ستونزو څخه شمېرل کېږي، باید د دې ناروغۍ د مخنیوي، تشخیص او درملنې لپاره منظم او اغېزمن ګامونه پورته شي.

نوموړي په دې برخه کې د نړیوالو مرستو پر ښه مدیریت او د دې ناروغۍ روغتون د خدماتو پر لا ښه والي ټینګار وکړ.

دغه‌راز ښاغلي وزیر د بورډ له غړو غوښتي چې د سرطان د ملي پروګرام لپاره ټاکل شویو اهدافو د پلي کېدو په موخه خپلې مسلکي لارښوونې او سپارښتنې وړاندې کړي، څو د پروګرام د اغېزمنتیا کچه لوړه شي او خلکو ته غوره روغتیايي خدمات وړاندې شي.

همدارنګه په دې ناسته کې د بورډ مسولیتونه، د سرطان د تشخیص او معالجوي خدماتو د پراختیا، د اړینو تجهیزاتو د برابرولو، د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په اړه معلومات وړاندې شول.

د وزارت په وینا، د سرطان د کنټرول د ملي پروګرام د رهبرۍ او منېجمېنټ بورډ موخه د سرطاني ناروغیو د مخنیوي، تشخیص او درملنې د خدماتو پیاوړتیا او د خلکو لپاره د باکیفیته روغتیايي خدماتو برابرول دي چې په دې برخه کې به هڅې لا زیاتې شي.

د یادونې وړه ده، چی په دغه ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رییس شیخ محمد طاهر حلیم ، د تخصصي او ثالثي روغتونو رییس ډاکټر امین الله مومند د سرطان د کنټرول ملي برنامې مسولینو، د مقام مشاورینو او د جوړ شوي بورډ غړو شتون درلود.