د اوزبېکستان ولسمشر شوکت میرضیایف له افغانستان سره د ترجیحي سوداګرۍ تړون د توشیح فرمان لاسلیک کړ.
د اوزبېکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، په دغه تړون کې د ۱۴ ډوله توکو ګمرکي تعرفو لغوه کول، د افغانستان کرنیزو محصولاتو لپاره د فایتوسانیتري اسانتیاو برابرول، د صادروونکو لپاره د اسانیتاوو زیاتول او د اوزبېک صادراتو زیاتوالی پکې د شامل دي.
دغه تړون تېر میلادي کال د تاشکند پانګونې نړیوال فورم په څنډه کې د اوزبېکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر او د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیرانو ترمنځ لاسلیک شوی و.

