ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سخت اقتصادي ناورین پاکستاني چارواکي وارخطا کړي

پاکستان کې سخت اقتصادي ناروین د دغه هېواد چارواکي له وارخطایي او ګډوډ حالت سره مخ کړي.

دغه اقتصادي ناروین چې له کلونو راهیسې یې پاکستان ګواښلو له افغانستان سره د جګړې وروسته نور هم پراخه شو.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د هېواد د اقتصادي وضعیت له ارزونې وروسته د معاشونو ورکړې، د تېلو د مصرف او د دولتي وسایلو د فعالیت په برخه کې یو شمېر بې‌مخیني بندیزونه اعلان کړل:

* د دوو میاشتو لپاره د دولتي ادارو د نقلیه وسایطو د تېلو سهمیه ۵۰ سلنه کمېږي.

* د راتلونکو دوو میاشتو لپاره د تېلو سپما په موخه ۶۰ سلنه نقلیه وسایط درول کېږي.

* راتلونکې دوه میاشتې د کابینې غړو، وزیرانو، سلاکارانو او ځانګړو مرستیالانو ته میاشتنی معاش نه ورکول کېږي.

 *د پارلمان غړو معاش هم ۲۵ سلنه کمېږي.

* د هغو دولتي چارواکو چې د شل او لوړو رتبو لرونکي دي او له ۳۰۰ زرو روپیو څخه ډیر عاید لري، د دوو ورځو معاش یې کمیږي او له خلکو سره د مرستې لپاره لګول کیږي.

 *ټولو دولتې ادارو کې له معاش پرته نور لګښتونه ۲۰ سلنه کمېږي.

* د ټولو دولتي ادارو لپاره د موټر، مُبل فرنیچر، ګازي کولرونو او یو شمېر نورو وسایلو پېرل منعه دي.

 * د فدرال او ایالتي وزیرانو، سلاکارانو، ځانګړو مرستیالانو نړیوال سفرونه هم منعه شوي.

 * د تېلو د سپما لپاره به ویډیويي کنفرانسونو او انلاین ناستو ته لومړیتوب ورکړل شي.

* رسمي دولتي او د روژه‌ماتي مېلمستیاوې په بشپړه توګه منعه شوې دي.

* د دولتې لګښتونو کمولو لپاره به سیمینارونه او کنفرانسونه د هوټلونو پر ځای په دولتي ځایونو کې ترسره شي.

* د اړینو خدماتو کارکوونکو پرته به د نورو څانګو کارکوونکي له کور څخه په انلاین بڼه کار کوي.

 * دولتي ادارې به په اونۍ کې ۴ ورځې کار کوي.

* د تېلو لګښت کمولو لپاره په اونۍ کې یوه ورځ اضافي رخصتي په پام کې نیول شوې.

 * ټول ښوونځي د دې اونۍ تر پای ته رسېدو وروسته د دوو اونیو لپاره رخصتېږي او د لوړو زده‌کړو بنسټونو تدریس هم په انلاین بڼه پیلېږي.