د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه تېره ورځ سهشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې دې غونډې ته د امو سیند پر غاړه د وېجاړې شوې ځمکې د بېرته رغونې طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه، چې له هراړخیزې ارزونې وروسته په پرنسیپ کې د تایید وړ وبلل شوه.
یاد معاونیت زیاته کړې، د دې طرحې له مخې به لومړی وېجاړې شوې ځمکه بېرته ورغول شي او وروسته به پکې کرنیز او د مالدارۍ فارمونه او د پروسس کارخونې جوړې شي، چې په زیاته اندازه باکیفیته محصولات به تولید او زرګونو هېوادوالو ته به کاري فرصتونه هم رامنځته کړي.
همدارنګه په دې غونډه کې د کابل ښار په ۱۶مه ناحیه کې د سوداګریز او استوګنیز کمپلکس جوړولو پر طرحه هم بحث وشو.
د یاد معاونیت په وینا، له بحث وروسته کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارل شوه، څو د ځمکې ملکیت او د ملکیت پلان معلوم کړي. که دغه ځمکه د پانګونې لپاره مساعده وه، د طرحې له وړاندې کوونکي شرکت سره دې تخنیکي بحثونه ترسره او راپور دې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.
همداراز د پانګونې بینالوزارتي کمېټې له لوري په کابل ښار کې د موټر پلورنځیو لپاره د منظمو ځایونو پر ټاکلو هم بحث وشو.
کابل ښاروالۍ او د اړوندو ادارو له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د کابل ښار په څو سیمو کې د موټر پلورنځیو لپاره مناسب ځایونه په نښه، د هغه لپاره طرحه جوړه او د پانګونې بینالوزارتي کمېټې سره یې شریکه کړي.

