ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې ۱۶ مه غونډه وشوه

د اسلامي امارت د رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې ۱۶ مه غونډه ترسره شوه چې پکې د هېواد پر اقتصادي، امنیتي، ټولنیزو او فرهنګي مسایلو بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

د کابینې په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د افغانستان لاس «یو کلي » موټرو لپاره د ګمرکي محصول تخفیف د ۱۴۰۵ لمریز کال تر پایه پورې وغځول شي.

همدارنګه په غونډه کې د رییس‌الوزرا اقتصادي معاونیت ته دنده وسپارل شوه چې د ځینو توکو د وارداتو په اړه له اړوندو ادارو او پانګوالو سره غونډې ترسره کړي، څو شفافیت، کمیت او کیفیت په پام کې ونیول شي.